زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/11 - 04:12:3
زيارة: 210
مشاركة مع الـأصدقاء

د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه
 د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه

انصار: (د لیندۍ ۲۱ مه)، د روسیې د استازو جرګې یا دوما د سې شنبې په ورځ یوه قانوني مسوده تصویب کړه چې د مسکو د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو غوښتنه کوي.

دا مسوده، چې د تخصصي کمیټو له خوا تایید شوې، د دوما له تصویب وروسته د روسیې د فدرالي شورا یا د مشرانو جرګې ته استول کېږي.

د لیندی (قوس) په ۵مه د روسیې د ملي امنیت د شورا سکرتر او د صدراعظم د مرستیال سرګي شایګو د کابل له سفر یوه ورځ وروسته، د دوما یو شمېر غړو داسې یوه قانوني مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې د طالبانو نوم د لنډې مودې لپاره د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه لېرې کېدی شي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د دې مسودې له مخې، د روسیې د قوانینو پر اساس د یو شمېر منع شویو سازمانونو فعالیتونه د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال په غوښتنه او د محکمې د پرېکړې له مخې د محدود وخت لپاره ځنډول کېدی شي.

د دې ځنډ د تطبیق شرط دا دی چې ټول هغه فعالیتونه چې د ترهګرۍ له ملاتړ، توجیه، یا تبلیغ سره تړاو لري، په بشپړ ډول ودرول شي. د روسیې اوسني قوانین د منع شویو سازمانونو د فعالیتونو موقتي ځنډ ته کومه لاره نه لري.

د دې قانون تصویب د دې معنا نه لري چې روسیه به په چټکۍ سره طالبان په رسمیت وپېژني.

د دې هېواد چارواکو څو ځله په افغانستان کې د منځنۍ آسیا د اسلامي وسله والو ډلو له ګواښ څخه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اوس مهال، روسیه او ځینې نور هېوادونه لکه ازبکستان، ترکیه، پاکستان، ایران، او چین له طالبانو سره سیاسي اړیکې او محدودې اقتصادي همکارۍ لري.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د جولای په میاشت کې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یو متحد بللی و.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34774






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي


د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن له دمشق وتلی او نامعلوم ځای ته تللی